محب الله زغم
نویسنده
محب الله زغم په 02.02.1973 په کابل کې زېږېدلی دی خو پلرنۍ مېنه یې د خوست ولایت د تڼیو ولسوالي ده. دی په 1999 کې د کابل له طبي پوهنتون څخه فارغ شو او په 2006 کې یې لیکلو ته مخه کړه. لومړی یې لنډې کیسې لیکلې او وروسته یې ناولونو ته هم مخه کړه. پر دې سربېره یې د ماشومانو لپاره هم کیسې او ناولونه ولیکل. د ده شپږ ناولونه (چې دوه یې د ماشومانو لپاره دي)، درې د لنډو کیسو ټولګې، یو یونلیک او د ماشومانو لپاره څو کیسې چاپ شوي دي.