پیر محمد کاروان

پیر محمد کاروان

شاعر و نویسنده ادبیات پشتو
پیر محمد کاروان د پښتو ژبی وتلی او نازک خیاله شاعردی چې د هغه په وینا د ژوند خوږې او ترخې یې لیدلي دي. شعري ذوق یې د ټولنې په غیږ راټوکیدلی او له کوچنیتوب نه یې شعر او شاعرۍ په سر کې وه. د سعدي گلستان پرې اثر درلودلی او هغه یې په کوچنیوالي کې لوستی. د عمر په پخیدو یې شعر پوځ شوی او نن سبا د افغاني ټولنې له وتلو او پیژندل شویو شاعرانو څخه دی. پير محمد کاروان شعر خپله معشوقه گڼی، لکه په دې شعر کې یې چې وینو چې عنوان یې "معشوقه" ته معشوقه هم لرې!؟ ووايه نوم يې څه دی!؟ ما وې زما معشوقه شعر نوميږي د مور له مينې ان د خدای تر پولې ورسره مينه کوم اسمانه ته ووايه داسې عاشق او معشوقه به هم وي؟ چې لکه شعر خوږه وي د مور له مينې ان د خدای تر پولې راسره مينه وکړي!؟
نشر ایلیا : EilliA.org